ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې افغان کډوال په جبري ډول نه وباسي

د کډالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د سویلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسوول، محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیګدلي سره کتلي دي. 

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو او د سیمې د وروستي حالت په اړه خبرې شوې، او ښاغلي محمد رضا بهرامي په مهمو مسایلو کې د ایران په هکله د اسلامي امارت دريځ ستایلی دی. 

سرچینې د محمد رضا بهرامي له قوله لیکلي چې د کابل او تهران ترمنځ په سوداګرۍ کې ښه پرمختګونه شوي او تمه ده چې د نورو لاسته‌راوړنو په موخه ایراني لوړپوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي.

نوموړي ویلي: “د ایران د جمهوري دولت چارواکو د افغان کډوالو اړوند له اسلامي امارت سره کړې ژمنې عملي کړې او په ایران کې د افغانانو ناقانونه استوګنې د حل په موخه به له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي.”

بلخوا مولوي عبدالکبیر له ایراني پلاوي غوښتي چې یاد هېواد دې له افغان کډوالو سره نرمي وکړي او د افغانانو د شتمنیو له ضایع کېدو دې مخنیوی وکړي. د کډوالو چارو وزیر دا هم ویلي چې د ایران له لوري افغانانو ته د کاري ویزو ورکړه مهم ګام دی او په وینا یې چې اسلامي امارت به په ایران کې د پاتې افغانانو د ستونزو د حل په موخه یوه طرحه تهران ته وسپاري.

اړوند خبرونه