د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستاني استازو ترمنځ د سولې او ښه ګاونډيتوب په موخه ترسره شوې خبرې د يوې دوه اړخيزې هوکړې په لاسليک سره پاى ته رسېدلې دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د راپورته شوې شخړې د حل په موخه د قطر او ترکيې هېوادونو د هڅو ستاينه او قدرداني کړې ده.
ښاغلی مجاهد وايي، په دې هوکړه کې د دواړو لوريو سولې، يو بل ته احترام او د ګاونډيتوب د ښو اړيکو پر ژمنتيا ټينګار شوی دی.
همداراز، پرېکړه شوې چې دواړه هېوادونه به د دښمنۍ هېڅ عمل نه ترسره کوي او نه به هغه ډلې ملاتړ کوي چې د پاکستان حکومت پر ضد بريدونه کوي.
سرچينه زياتوي، دواړه خواوې به د يو بل پر امنيتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسيساتو بريد نه کوي او د شخړو د حل لپاره به د خبرو اترو له لارې اقدام کوي. ټاکل شوې ده، چې د منځګړو هېوادونو په وساطت يو ګډ ميکانيزم رامنځته شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ادعاوو څېړنه وکړي او د هوکړې د عملي کېدو بهير تعقيب کړي.