ډېر لوستل شوي

د افغانستان او چين ترمنځ په اړيکو او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ په تړاو خبرې شوې

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي دي.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي نعيم په دې ناسته کې افغانستان او چين دوه تاريخي ګاونډيان بللي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه ګډ ارزښتونه لري.
ډاګټر محمد نعيم د چین له ملاتړه د مننې ترڅنګ ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
مالي او اداري مرستيال د پاکستان او افغانستان وروستۍ شخړې ته په اشارې ويلي، له بده مرغه پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت حوصله ازمایي، خو اسلامي امارت تل د ستونزو د حل لپاره د خبرو او هوکړو لاره غوره بللې ده.
د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ له افغانستان سره د اوږدمهالو او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او د افغانستان د ملي حاکمیت او ارزښتونو په درناوي يې ټينګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او همدارنګه يې په دې برخه کې د قطر او ترکیې له منځګړیتوب هرکلی کړی دی.

اړوند خبرونه