د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه اقدام غندلی، چې د پاکستان یوې ادارې له اېکس څخه غوښتی و څو د «طلوع نیوز» یو خبر له خپل پلیټفارم څخه لرې کړي.
وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي، دا ډول غوښتنې د بیان د آزادۍ او د رسنیو د خپلواک فعالیت له اصولو سره په ټکر کې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر هېوادونو او اړوندو بنسټونو غږ کړی، چې د رسنیو د آزادۍ اصل په نظر کې ولري او د افغانستان د رسنیو په اړه ناسم ذهنيت خپور نه کړي. ياد وزارت ټینګار کړی، چې د افغانستان رسنۍ د هېواد د نافذو قوانینو او د بیان د مشروع آزادۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي، او هېڅ هڅه نه ده شوې چې د هېواد پر خپلواکو رسنیو فشار راوړي یا د هغوی فعالیت محدود کړي.

