د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري «اتاشې» قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په انقره کې د هند له کلتوري «اتاشې» راجبیر سینګ سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او هندوستان ترمنځ د تاریخي، تمدني، ژبني او هنري اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
قاري حمیدالله تمکین د افغانستان په کلتوري برخو کې د هند له ملاتړ او همکاریو مننه کړې او زیاته کړې يې ده، چې افغانستان د فرهنګي بیا رغاونې او ملي ارزښتونو د احیا په پړاو کې دی او د ملګرو هېوادونو، په ځانګړې توګه د هند، له هر ډول کلتوري همکارۍ هرکلی کوي.
بلخوا، د هند کلتوري «اتاشې» راجبیر سینګ ويلي، چې هند د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او چمتو دی چې په کلتوري، تعلیمي، هنري او تاریخي برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د سرچيني په وينا، دواړو لوريو دغه راز د فرهنګي پلاویو د تبادلې، ګډو هنري او فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو او د علمي او فرهنګي بنسټونو د اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې ده.

