بهرنیو چارو وزارت وايي چې په روسیه کې یې د افغانستان اسلامي امارت اتشه ورپېژندلی او پر خپل کار یې پیل کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل اېکس په مسکو کې د افغان نظامي اتشې د معرفۍ خبر ورکړی دی.
ښاغلي بلخي لیکلي: اسلامي امارت د روسیې په ګډون له ټولې نړۍ سره متقابل احترام مثبتې او ښې اړیکې غواړي.
بهرنیو چارو وزارت په مسکو د دغه افغان اتشې د شهرت په اړه څه نه دي ویلي. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی هیواد دی او له افغانستان سره غوره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.