د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنايتالله الکوزي د اميد راډيو د «خلکو غږ» خپرونې ته ویلي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۲۶ میلیونه فعاله سیمکارټونه شتون لري، او د هېواد شاوخوا ۸۰ تر ۸۵ سلنه جغرافیه د مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شوې ده.
د ښاغلي الکوزي په وینا، وزارت د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې ۵۵۰ مخابراتي سایټونه طرحه کړي، چې له هغې ډلې له ۱۲۰ څخه زیات سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د وزارت تر څنګ د مخابراتي شبکو لهخوا هم په بېلابېلو ولایتونو کې یو زر او پنځوس (۱۰۵۰) سایټونه نصب او فعال شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند ډاډ ورکړی، چې وزارت یې هڅه کوي د هېواد ټولو لرې پرتو کلیو او سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو زمینه برابره کړي، څو هېوادوال له عصري ټکنالوژۍ څخه په مساوي توګه برخمن شي.

