د اسرائيلو ځینو رسنیو ویلي، چې د غزې جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد له ۱۰ زرو زیات پوځيان وژل شوي او ټپیان دي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د جګړې د مرګژوبلې د دقیقو شمېر په تړاو لا هم د «سانسور» راپورونه خپریږي.
د اسرائيلي ورځپاڼې «هاآرتص» په یوه راپور کې راغلي، چې د غزې جګړې د اوږدېدو له امله د اسرائيلي پوځ د تلفاتو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی دی.
بللور، د «یدیعوت آحارانوت» ورځپاڼې هم د ګولاني قطعې د یوه قوماندان له قوله لیکلي، چې د غزې په جګړه کې یوازې د دې قطعې ۱۲۷ پوځيان وژل شوي دي.
دغه راپورونه په داسې مهال خپرېږي، چې د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسرائيلو پوځي عملیات لا هم دوام لري او د جګړې د انساني زیانونو په اړه د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.

