ډېر لوستل شوي

د پکتیکا له ‍۱۰۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح‌شویو تخمونو مرسته وشوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د پکتیکا په «ګیان» او «یحیی‌خېلو» ولسوالیو کې ۱۰۰۰ اړمنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.  

یاد وزارت لیکلي چې دا مرسته د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د «اکشن اېډ» موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ شوې ده. 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوست ولایت په «ګربزو» ولسوالی کې هم د «او.آر.ډي» موسسې له لوري د غنمو اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د ورکړې په خاطر د ۵۰۰ اړمنو کروندګرو د پېژندلو سروې پیل شوې ده. تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ له اړمنو کروندګرو سره د غنمو اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې وه.

اړوند خبرونه