ډېر لوستل شوي

غزني کې د الکترونیکي پېژندپاڼو اړوند اسنادو سکن بهیر پيل شوی 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د غزني د احصایې او معلوماتو ریاست د الکترونیکي پېژندپاڼو په لومړۍ وېش‌څانګه کې د چاپېدونکو الکترونیکي پېژندپاڼو اړوندو اسنادو د سکن بهیر پیل شوی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د غزني د احصایې او معلوماتو رییس، حافظ عبدالکبیر نصرت خالد له قوله ویل شوي چې دا ګام د خدمتونو عصري‌کېدو، روڼتیا او اسنادو د خوندیتوب په برخه کې مهم پرمختګ دی او په وینا یې چې د اسنادو د سکن یاده لړۍ به د دې ولایت د الکترونیکي پېژندپاڼو په نورو وېش‌څانګې کې هم ژر پیل شي. سرچینې لیکلي چې د الکترونیکي پېژندپاڼو اسناد او فورمونه د الکترونیکي پېژندپاڼو په سیسټم (مرکزي آرشیف) کې د ثبت، ساتنې، تنظیم او د مراجعینو لپاره تر ویش وروسته د خدمتونو په برخه کې د اسانتیاوو په موخه سکن کېږي، ترڅو اړوند معلومات په معیاري بڼه خوندي او په راتلونکې کې په اسانۍ د لاسرسي وړ وي.

اړوند خبرونه