په کابل کې د سعودي عربستان سفارت خبر ورکړی، چې د دې هېواد د بشري مرستو يوه جوپه د ځانګړې مراسمو پر مهال د افغانستان چارواکو ته سپارل شوې ده.
د سفارت په وینا، دا مرستې د ملک سلمان د بشري مرستو بنسټ له لوري، د سعودي عربستان د سفیر فیصل بن طلق البقمي په شتون کې، د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس شیخ شهابالدین دلاور ته سپارل شوې دي.
په دې مرستو کې دوه زره بستې خوراکي توکي، ۵۰۰ سیټونه د استوګنې وسایل، ۵۰۰ خیمې او ۲۴ ټنه خرما شاملې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرستې د خادم الحرمین الشریفین او د هغه د ولیعهد د لارښوونې پر بنسټ د افغانستان د شمال زلزلهځپلو ته استول شوې دي.
د یادونې ده، په عربيستان سربېره، د هند او ایران په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو او نړیوالو ادارو هم د شمال زلزلهځپلو ته خپلې مرستې لېږلې دي.

