افغاني سرې مياشتې ټولنې له المان هېواد څخه د رغول شويو ماشومانو په مراسمو کې ويلي، چې ۴۹ تنه افغان ماشومان له جرميني راستانه شوي او دغه راز ۷۵ نور ناروغان د درملنې لپاره ياد هېواد ته لېږدول شوي دي.
د اميد راډيو خبريال چې په يادو مراسمو کې ګډون کړی وايي، د يادې ټولنې رئيس شيخ شهابالدين دلاور د دغو ماشومانو د روغتیا له ښه کېدو خوښي ښودلې او د آلماني خیریه بنسټ له مرستو یې مننه کړې ده.
د مسوولینو په وینا، دغه ماشومان له بېلابېلو ناروغیو، لکه د هډوکو له عفونت او د بدن له سوځېدو سره مخ وو، چې په جرمني کې یې درملنه شوې ده.

