د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ترکیې مذاکراتو بې پایلې کېدو غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د ولس او خاورې دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې استانبول کې یو ځل بیا د افغانستان ـ پاکستان مذاکرات د پاکستان د غیرمسوولانه او نامعقولو غوښتنو له امله بې پایلې شول.

