د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د خپل خیریه بنسټ «خان فونډېشن» د پرانیستې مراسم ترسره کړي دي.
راشد خان په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د بنسټ اساسي موخه يې افغانستان کې د روغتیا او زدهکړو د پیاوړتیا لپاره کار کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې غواړي د تعلیم او روغتیا په برخه کې د افغان ماشومانو او ځوانانو د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبډلمشر راشد خان له ټولو غوښتي، چې د دغو مهمو برخو د ملاتړ لپاره ورسره یوځای شي.

