د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) موضوع د پاکستان کورنۍ مسئله ده او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.
ښاغلي مجاهد دا څرګندونې يوې آنلاین ناستې ته د وينا پر مهال کړې او ټینګار يې کړی، په پاکستاني پوځ کې دننه یوه کړۍ ده چې د افغانستان پر ضد نا معقوله څرګندونې او فعالیتونه کوي.
د مولوي مجاهد په وينا، د «ټيټيپي» ډله د اسلامي امارت له واک ته رسېدو مخکې، په پاکستان کې شتون درلود او په ۲۰۰۲ کال کې د دغه هېواد دننه راپیدا شوې. د اسلامي امارت ویاند زياته کړې، چې د پاکستان پوځي عملیاتو له امله زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي او په وينا يې، دا ټول د پاکستان د داخلي سیاستونو او کړنو پایله ده.

