مالیې وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي پراختیایي بانک له لوري به کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون د جوړولو چارې ژر پیل شي.
سرچینې لیکلي چې اسلامي پراختیایي بانک د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د پرلهپسې هڅو او اغېزمنو بحثونو په پایله کې یاد اقدام ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
مالیې وزارت د دغه روغتون جوړول د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د روغتیا په برخه کې لومړنۍ ستره بنسټیزه پروژه بللې ده.
“اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو دولتي ادارو د ټاکلشویو ګډو کمېټو له لوري د دې پروژې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چاري پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.” د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې چې د دغه معیاري روغتون په جوړېدو سره به د زړه او سینې ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي.

