ډېر لوستل شوي

بلخ کې په عصري وسایلو سمبال د «جدي پاملرنې» څانګه پرانيستل شوې

د عامې روغتیا وزارت اړوند د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست په «ابو علي سينا بلخي» حوزوي روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) عصري څانګه پرانيستې ده.
دغه څانګه د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
مسوولين وايي، د څانګې فعالیت به د بېړنیو او جدي ناروغانو د درملنې اسانتیاوې رامنځته کړي او د روغتیايي خدمتونو کیفیت به لوړ کړي.
په ورته مهال د بلخ ځایي چارواکي وایي، اسلامي امارت د روغتیا برخې پیاوړتیا ته ژمن دی او ورځ تر بلې روغتونونه د معیاري کېدو په لور روان دي. دوی د شمال زون اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې له نوې څانګې سره به د دوی هغه ټولې ستونزې حل شي چې په تېر کې ورسره مخ وو.
په همدې حال يو شمېر هېوادوال چې خپل ناروغان یې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته ور وستي خوښي يې څرګنده کړې او په وينا يې، چې د نوې ځانګړې پاملرنې څانګې له جوړېدو سره به یې په ناروغانو جدي پام کېږي. او اړتیا به نه پېښېږي چې دوی دې خپل ناروغان خصوصي روغتونونو ته بوځي.
د ويلو ده، چې یاده څانګه ۱۵ جلا خونې لري، چې هره خونه يې د ناروغ لپاره جلا بستر او د څارنې په عصري طبي وسايلو او دستګاوو سمبال شوې ده.

اړوند خبرونه