ډېر لوستل شوي

د ختيځو ولايتونو له زلزله‌ځپلو سره ۱۰۰ زره ډالرو مرسته وشوه

د اسلامي همکاريو سازمان(OIC) ، د اسلامي همکاريو وجهي صندق د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د ختيځو ولايتونو له زلزله‌ځپلو سره افغاني سرې مياشتې ټولنې له لارې د ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د عمومي رئيس شيخ شهاب‌الدين دلاور په حواله ويلي، دغه مرسته د زلزله‌ځپلو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره ډېره ارزښتناکه ده. ښاغلي دلاور له اسلامي همکاريو سازمان د مننې ترڅنګ ټينګار کړی، چې دا ډول همکارۍ بايد دوام ومومي.

په همدې حال کې، د اسلامي همکاريو سازمان استازي دوکتور محمد سعيد العياش د مرستو د سپارلو پر مهال ويلي، چې دا مرسته د دغې مؤسسې له لوري د اسلامي هېوادونو په استازيتوب د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ځانګړې شوې ده. نوموړي زياته کړې، چې اسلامي همکاريو سازمان به د افغانستان له خلکو سره د مرستو او انساني ملاتړ په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه