کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.
ژاو شینګ ویلي: د مس عینک کان، د جلغوزو د پروسس او صادراتو سربېره په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې د چینایي پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې ده.
ښاغلي شینګ ويلي چې هیواد یې په افغانستان کې د ګڼو نورو پروژو د پانګونې لېوالتیا لري. ورته مهال د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی. مولوي عبدالکبیر د واخان لاره د چین-افغانستان د همکاریو یوه بېلګه وړاندې کړه چې په بشپړېدو سره به یې د دواړو هیوادونو سوداګري لا پیاوړې شي.