ډېر لوستل شوي

اريانا افغان هوايي شرکت ته د هوايي ډګرونو ځکمنیو خدمتونو چارو د سپارلو اړوند مشورتي ناسته شوې 

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال، مولوي سیف‌الدین تائب په مشرۍ د اريانا افغان هوايي شرکت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ترمنځ د اريانا افغان هوايي شرکت ته د هيواد په هوايي ډګرونو کې د ځکمنیو خدمتونو چارو سپارلو په اړه مشورتي ناسته شوې ده. 

د چارو ادارې د اعلامیې له مخې چې په دې ناسته کې د اريانا افغان هوايي شرکت غوښتنه کړې چې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ځمکنيو خدمتونو چارو قرارداد له یاد شرکت سره وشي. 

په اعلامیه کې د اريانا افغان هوايي شرکت عمومي رییس، مولوي بخت‌الرحمن شرافت په حواله ویل شوي چې که چيرې اريانا افغان هوايي شرکت ته ياد قرارداد ورکړل شي، نو ورسره به د ياد هوايي شرکت خدمتونو کيفيت لوړ او د ټیکټونو په بيو کې د پام وړ کموالی راشي.

بلخوا د امارت چارو انسجام مرستيال، مولوي سیف‌الدین تائب د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مسوولینو غوښتي چې د اريانا افغان هوايي شرکت د پیاوړتیا په برخه کې ورسره دوامداره همکاري وکړي.

سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې پرېکړه شوې چې دواړه لوري دې د خپلمنۍ ناستې له لارې د يادې موضوع اړوند هوکړې ته ورسېږي او د پایلې راپور دې د چارو ادارې لوی ریاست سره شريک کړي.

اړوند خبرونه