د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي طارق علي بخيت صلاح او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې په سیاسي او امنیتي وضعیت، راستانه شویو کډوالو، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه، د سیمې پر حالاتو او د دواړو لوريو ترمنځ د همکارۍ موضوعات څېړل شوي دي.
ښاغلي متقي د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د راستانه شویو کډوالو او وروستیو زلزلو قربانیانو سره د مرستو له امله مننه کړې او د ژمي د هوا په سړېدو سره يې د لا زیاتو همکاريو غوښتنه کړې ده.
دغه راز بخیت د راستانه شویو کډوالو لپاره د سازمان له لوري د بشري مرستو ژمنه کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هڅو يې ملاتړ هم څرګنده کړی دی.

