ډېر لوستل شوي

د سالنګونو تونل دننه د قیراچونې چارې پیل شوې

 د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د سالنګونو لویې لارې د تونل دننه په یوه اړخ کې د محافظتي سفالټ(قیراچونې) چارې پیل شوې دي.

ښاغلي حق‌شناس له موټرچلوونکو غوښتي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل او دې پروژې له تخنیکي ټیم سره د همکارۍ په موخه دې د تونل څخه د تېرېدو پر مهال ټرافیکي قوانین او نوبت مراعت کړي. یاده دې شي چې د سالنګونو د ۱۵ او ۱۶ ګالریو چارې وړاندې پای ته رسېدلې وې.

اړوند خبرونه