د ۲۱۵ عزم قول اردو ځواکونو د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ په پراخو ریګونو کې هغه مسافر ژغورلي چې د لارې اصلي مسیر یې ورک کړی وو.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر په وینا، دا کسان د نوموړې قول اردو د اطلاعاتو او ستراتيژيکو نشراتو د امر قاري صديقالله حفاظت او د اووم نمبر سرحدي محمدي لوا د اطلاعاتو او ستراتيژيکو نشراتو د امر مولوي عبدالسلام بهير په ګډو هلو ځلو ژغورل شوي دي. سرچيه زیاتوي، په هلمند ولایت کې د پراخو دښتو له امله تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې، چې یو شمېر هېوادوال په کې ورک او وروسته د مسوولینو له لوري موندل شوي او ژغورل شوي دي.

