د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، حمدالله ذاهد د درملو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې د کورني تولید د ظرفیت زیاتوالي او له پاکستان څخه د درملو د وارداتو درېدلو له امله د رامنځتهشوې تشې ډکولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د خوړو او درملو مرستیال په حواله ټینګار شوی چې د درملو د تولید صنعت باید پیاوړی شي، د ظرفیت او کیفیت د ښهوالي لپاره ګټور میکانیزمونه رامنځته او د کورني بازار اړتیاوې په سمه توګه پوره شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې څه باندې ۱۱۰ د درملو تولیدي فابریکې فعالیت کوي چې ځینو یې د GMP تصدیقپاڼې هم ترلاسه کړي دي.

