د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې یاد وزارت سږ کال له همکارو بنسټونو سره د ۱۵ میلیارد ۳۸۹ میلیون ۵۵۸ زره ۴۶۵٫۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ ۵۸ هوکړې لاسلیک کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا هوکړې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د راستنېدونکو، بېځایهشویو، اړمنو، بې سرپرستو او کوربه ټولنو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۲۳۱ میلیون ۱۴۳ زره ۸۶۴ امریکايي ډالرو په معادل له ملي او نړیوالو بنسټونو سره لاسلیک شوې دي.
سرچینې لیکلي: “په وړاندې شویو خدمتونو کې نغدي، غیرنغدي، خوراکي، غیرخوراکي، روغتیايي، مشورو ورکولو او د سرپناوو جوړولو په برخه کې ۲۹۱ زره ۵۵۰ کورنیو او یو میلیون ۲۱۱ زره ۶۵۲ کسانو ته، چې له دې ډلې ۹۱۴ زره ۷۶ کسان راستنېدونکي او ۱۸۷ زره ۴۴۷ کسان بېځایه شوې کورنیو او ۲۰۹ زره ۹۰۴ کسان له کوربه ټولنو څخه وو، له یادو خدمتونو برخمن شوي دي.”
د کډوالو چارو وزارت دا هم لیکلي چې یاد وزارت د راستنېدونکو او بېځایهشویو لپاره په ټول هېوادو کې د ښو بشري خدمتونو د وړاندېکولو هڅې کوي.

