د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د تاجيکستان له يوه لوړپوړي پلاوي سره په کتنه کې په اقتصادي همکاریو او په ځانګړې توګه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي ويلي چې افغانستان او تاجیکستان تاریخي او لرغوني تړاوونه لري او اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا پلوی دی.
د ښاغلي متقي په وينا، د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې په وده دي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې لا مثبت پرمختګونه وشي.
د تاجیکستان پلاوي هم د افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړی او څرګنده کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې نږدې او اغيزمنې همکارۍ ولري.

