د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو لسو ورځو کې دويم ځل د ټلیفون له لارې د سیمهییز وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو هېوادونو وزیرانو د تلیفوني خبرو پر مهال د اوسني سیمهییز وضعیت، دوهاړخیزو اړیکو او د ګډو همکاریو پر موضوعاتو بحث کړی دی.
سرچینه زیاتوي، سيد عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی چې تهران د سیمې د ثبات او سولې د ساتلو لپاره د هر ډول همکارۍ وړتیا او چمتووالی لري. د عراقچي په وینا، هېوادونه باید د شخړو د هواري لپاره د خبرو اترو بهیر لا پیاوړی کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې ډیپلوماتیکو هڅو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې دايمي سیمهییزې مشورې کولی شي د وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
ایران تر دې وړاندې خبر ورکړی و چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره د یوې سیمهییزې غونډې جوړېدو په تړاو هڅې روانې دي.

