ډېر لوستل شوي

له پاکستانه راوړل‌شوي ۵۰۰ کیلو ګرامه کبان تر خاورو لاندې شول

د ننګرهار مسوولین وایي چې په تورخم کې یې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل‌شوي ۵۰۰ کیلو ګرامه کبان تر کشف او ضبط وروسته په یوه خوندي سیمه کې تر خاورو لاندې کړي دي. 

د دغه ولایت رسنیز دفتر د کرنې ریاست د مسوولینو په حواله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات بند شوي او هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې هېواد ته د حيواني او نباتي محصولاتو واردات وکړي.

سرچینې لیکلي چې سوداګر دې وروسته له دې دا ډول واردات د اصولو مطابق له نورو هېوادونو وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له افغان سوداګرو او صنعتکارانو غوښتي وو چې د پاکستان پرځای له نورو هېوادونو څخه خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.  د ویلو ده چې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو تر نښتې وروسته پر فرضي کرښه ټولې سوداګریزې لا هم د پاکستان لخوا تړلې پاتې دي.
#امیدراډیو

اړوند خبرونه