ډېر لوستل شوي

اسحاق ډار وایي، پاکستان یو سوله‌ییز او پرمختللی افغانستان غواړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د تازه څرګندونو له مخې چې افغانستان د سیمې او پاکستان پر ثبات مستقیم اغېز لري.
هغه نن د اروپایي ټولنې، هند او اقیانوسیه د وزیرانو په څلورمه غونډه کې دا هم ویلي چې یو سوله‌يیز، باثباته او پرمختللی افغانستان د پاکستان غوښتنه ده.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ درېیم پړاو خبرې د پاکستاني پلاوي د نامعقولو وړاندیزونو له امله بې‌پایلې شوې دي.
د پاکستان – افغانستان وروستۍ ترینګلتیا د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د نښتو له امله زیاتې شوې دي.
د ویلو ده چې اسلامي امارت بار بار ټینګار کړی چې د افغانستان خلک له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي، خو د هر ډول یرغل پر وړاندې ځواب‌ویلو ته چمتو دي.

اړوند خبرونه