ډېر لوستل شوي

د سند په تړاو د هند ادعا؛ پاکستان يې ګواښوونکې او له واقيعت لرې بولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د دفاع وزیر د سند په اړه وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره ګواښوونکې بللې دي.
وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډول څرګندونې د نړیوال قانون، پېژندل شويو سرحدونو او د پاکستان د خپلواکۍ خلاف دي.
د هند د دفاع وزیر څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د پاکستان سند ایالت، که څه هم اوس د هند برخه نه دی، خو په وينا يې: “سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سبا بېرته د هند برخه وګرځي.”
پاکستان دغه څرګندونې «بې‌بنسټه او له واقعیت څخه لرې» بللې او ټینګار یې کړی چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د داسې بیانونو تکرار خطرناک دی.
د هند د دفاع وزير راجنات سېنګ ټينګار کړی و، چې د تمدني اړیکو له مخې به سند هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه شي.

اړوند خبرونه