د اسرائيلو اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې د لبنان د پلازمېنې بيروت په څنډه کې د دوی پوځ په هوايي بريد کې د حزبالله ډلې مرستيال هيثم علي طباطبايي وژلی دی.
د اسرائيلو له برید څو ساعته وروسته، حزب الله په یوه بیان کې تائيد کړې، چې هیثم علي طباطبایي، چې د دې ډلې د لوی درستیز په توګه هم پیژندل کیږي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امريکا متحده ايالتونو مخکې د طباطبایي د نیولو په تړاو د معلوماتو لپاره د ۵ ملیون ډالرو انعام وړاندیز کړی و.
د لبنان د روغتیا وزارت دغه راز ویلي، د اسرائيلو په برید کې چې په یوه استوګنیزه ودانۍ شوی، لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

