ډېر لوستل شوي

بېنېټ: د پاکستان پوځي رژيم بايد د خبرو مېز ته راکش کړی شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر افغان خاوره د پاکستان د پوځي رژيم وروستيو بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړيوال قانون درناوی او د ملکي وګړو ساتنه باید لومړیتوب وي.

بېنېټ ویلي چې د یوناما په څېر نړیوالې ادارې د جګړو او کړکېچونو پر مهال د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مهم رول لري او اړینه ده چې هېوادونه د نړیوالو اصولو پابند پاتې شي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو مېز ته راوګرځي، ځکه د هغه په وینا، ستونزې یوازې د سولې په خبرو او ډيپلوماټیکو لارو حل کېدای شي، نه د پوځي بریدونو او زور له لارې.

اړوند خبرونه