د عامې روغتیا وزارت وايي چې د خوړو او درملو مرستيال مولوي حمدالله زاهد د خپل مل پلاوي په ملتيا په دوبۍ کې د نړیوالو درملو د پلټونکو دويمه ټولنه کې ګډون کړی دی.
د ياد وزارت د وياند شرافت زمان امرخېل وايي، دا ټولنه د نړۍ له شاوخوا ۶۰ هېوادونو د استازو او د مخکښو درملو د تولید شرکتونو په حضور کې جوړ شوی وو.
په غونډه کې د درملو د تفتیش، کیفیت د تضمین، د همغږۍ د زیاتوالي او د درملو د نړیوالو معیارونو په اړه بحثونه او تخنیکي ناستې شوې دي.
عامې روغتیا وزارت وايي چې د معینیت ګډون به د افغانستان لپاره د درملو د کیفیت د کنټرول، د نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو او د همکارو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

