ډېر لوستل شوي

کابل کې ۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت له امله تړل شوي 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت د خوړو او درملو معینیت، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسوولینو د کابل په ختیځ کې له یو شمېر درملتونونو څخه څارنه کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې یاد نظارت د نرخونو کنټرول، د احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه شوی چې په پایله کې یې ۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت او د فني مسوولینو نه لرلو له امله تړل شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې عامې روغتیا وزارت د ټولو درملتونونو له مسوولینو غوښتي چې د روغتیایي قوانینو په مراعتولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه د نظارت په پایله کې لسګونه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي وو.

اړوند خبرونه