ډېر لوستل شوي

امریکا کې له کووېډ۱۹ واکسین وروسته د ماشومانو مړینې څېړل کېږي

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) یو لوړپوړي چارواکي ویلي، په هېواد کې يې لږ تر لږه ۱۰ ماشومان ښايي د کووېډ–۱۹ واکسین ترلاسه کولو وروسته د زړه د التهاب له امله مړه شوي وي.
د طبي چارو مشر وینای پرساد ويلي، چې دا مړینې د واکسیناسیون له بهیر سره تړاو لري او ټینګار یې کړی چې اداره به د دغو پېښو د دقیق علت په تړاو ژوره څېړنه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د واکسین جوړونکو نومونه او د ماشومانو د مړینې دقیق وخت نه دی څرګند شوی.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۰ کال د جنوري تر ۲۰۲۳ کال د جون پورې په امریکا کې د ۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۰۷۱ ماشومان د کووېډ–۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ ایف کینېډي جونیور د حکومت د کووېډ–۱۹ واکسین تګلاره بدله کړې او واکسین ته لاسرسی یې یوازې هغو کسانو ته محدود کړی چې عمر یې له ۶۵ کلونو پورته وي او یا جدي طبي ستونزې ولري.

اړوند خبرونه