د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راپه دېخوا د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې د شهيدانو شويو فلسطینیانو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی دی.
د وزارت په وینا، ياد شمېر په داسې حال کې لوړ شوی چې د اکتوبر پر ۱۰ مه د اوربند له اعلان وروسته هم اسرائیلو د سرغړونو وروسته هوايي بریدونه کړي او له کنډوالو د نويو شهيدانو د جسدونو را اېستل دوام لري.
د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ د اسرائیلو د بېپيلوټه الوتکې په برید کې دوه کم عمره وروڼه، «فادي او جمعه ابو عاصي» شهيدان شوي دي.
د کورنۍ په وینا، دوی هغه وخت په نښه شوي چې د سون لپاره یې لرګي راټولول.

