د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د العربیه شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې دمشق له اسرائيلو څخه د سوریې د خاورې د بریدونو او لاسوهنو د بشپړ بندېدو تضمین غواړي.
د دغه چارواکي په وینا: “تر هغو چې د اسرائيلو بریدونه روان وي، د دواړو لورو تر منځ هر ډول امنیتي تړون «نه د پليکېدو وړ دی او نه د دوام امکان لري.»”
چارواکی زیاتوي، چې د اسرائيل د بریدونو موخه د سوریې کمزورې کول دي او له هغه راهیسې چې د اسد رژيم پر ضد جګړې پیل شوې، اسرائيلو پر سوریه له زرو ډېر هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
د سوریې چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتي ثبات د بهرنیو بریدونو له بندېدو پرته ناشونی دی.

