د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې ورځې ورځنی راپور خپور کړی چې له مخې یې د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۰۵۳ افغان کډوالې کورنۍ او ۴۸۳۴ تنه په جبري توګه راستانه شوي او اړین خدمات ورته برابر شوي دي.
د راپور له مخې، دغه افغان کډول د هرات د اسلامکلا، د کندهار د سپينبولدک له لارې ، د ننګرهار د تورخم له لارې او د هلمند د بهرامچې له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې ويل شوي، له دې ډلې ۱۱۶۰ کورنۍ چې ۶۵۶۶ تنه کېږي په منظمه توګه خپلو سيمو ته لېږدول شوي، ۷۸۵ کورنیو ته مرستې رسېدلې او ۸۷۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
همدارنګه په کابل مرکز کې ۶۰۳ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له هغوی سره ۲.۳ میلیونه افغانۍ د کرایې په برخه کې مرسته شوې ده.

