په افغانستان کې د ترکيې سفیر جِنګ اونال د یوه پلاوي په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې جِنګ اونال د سمعي او بصري چارو له رييس حافظ نعمتالله منتظر، د جهادي موزیم او کارنامو له رييس مولوي امدادالله منصور او له نورو چارواکو سره کتلي دي.
د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې د افغانستان او ترکیې شاوخوا سلېزو ژورې، تاریخي او دوستانه اړیکې یادې شوې او پر ګډو فرهنګي همکاریو ټینګار شوی دی.
حافظ نعمتالله منتظر د جهادي ارزښتونو د عمومي ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړلو ترڅنګ ويلي، چې دغه ریاست د شل کلن اشغال پر مهال د ملت د مبارزې اسناد، مستندات، کتابونه او مجلې راټولوي، ارشیفوي او د خپرونو له لارې یې خلکو ته رسوي.
په همدې مهال مولوي امدادالله منصور څرګنده کړې چې ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ شي، څو د شل کلن انقلاب ارزښتمند آثار پکې نندارې ته وړاندې شي.
د ترکیې سفیر د دې نوښتونو هرکلی کړی او دا یې ارزښتمند اقدام بللی دی. نوموړي زياته کړې چې ترکیه چمتو ده د جهادي موزیمونو د جوړېدو په برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې حافظ منتظر د جهادي ارزښتونو درې مهمې چاپ شوې مجلې «الصمود، شهامت او څرک» د ډالۍ په توګه د ترکیې سفیر ته ورکړې دي.

