ډېر لوستل شوي

امنیت شورا د پاکستان او افغانستان د شخړو په تړاو د پرېکړه‌لیک د تصویب پلان لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې دي.

يادې شورا په دې راپور کې ويلي، په پام کې ده چې امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو اړوند یو پرېکړه‌لیک تصویب کړي.

د راپور پر بنسټ، د امنیت شورا غړي پلان لري یوه غیر رسمي مشورتي ناسته وکړي، څو د ملګرو ملتونو له چارواکو څخه د شخړې او د سیمې پر وضعیت د اغېزو په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړي. دا په داسې مهال ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روان کړکېچ په تړاو د پاکستاني لوري د غير معقولو غوښتنو له امله درې ځلې مذاکرات پرته له کومې پايلې پای ته رسېدلي دي.

اړوند خبرونه