ډېر لوستل شوي

قرغزستان کې د افغانستان سفير د «اماراتو د يوالي» د ۵۴مې کلیزې نمانځغونډه کې ګډون کړی

په قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د متحده عربي اماراتو د يوالي د ۵۴مې کليزې د نمانځغونډې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

ياد سفارت وايي چې ښاغلي حقاني د اماراتو سفیر ته د کلیزې مبارکي ورکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پراختیا پر اړتیا یې ټينګار کړی دی. د لمانځغونډې په ترڅ کې نوموړي له یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر موضوعاتو هم بحث کړی دی.

اړوند خبرونه