د میدانوردک ولایت د بهسود ولسوالۍ یوشمېر برخې تېر ماښام د واورې د ورښت شاهدې وې، په داسې حال کې چې یوازې یوه ورځ مخکې د غزني ولایت ناور ولسوالۍ هم د سږکال لومړۍ واورې لاندې راغلې وه.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، په بهسود کې تېره شپه واوره ورېدلې او د موسم په سړېدو یې اغېز نور هم څرګند شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو د سږني ژمي لومړۍ واوره تجربه کړه، کومه چې د سیمې د ژمني موسم د رسمي پیلېدو نښه بلل کېږي. د غزني د واورې ورښت د دې سیمې د هوا د بدلونونو په اړه نوی پسمنظر جوړ کړی او د میدانوردک په بهسود کې د تېرې شپې واوره ښيي چې د ژمي سړې څپې په مرکزي ولایتونو کې په چټکۍ خپرېږي.

