ډېر لوستل شوي

هند د ځيرکو‌ مبايلونو د تل فعال سټلایټ تعقیب پر وړاندیز غور کوي؛ د ټېکنالوژۍ شرکتونه يې اندېښمن کړي

د هند حکومت د مخابراتي سکتور هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې به ځيرکو مبايلونو شرکتونه اړ شي څو د سټلایټ د موقعیت د تل فعال تعقیب سیستم فعال کړي.

روېټرز راپور ورکړی چې له دې سره د «اپل، ګوګل او سامسونګ» کمپنيو د محرمیت د سرغړونې له امله مخالفت کړی دی.

د ټېکنالوژۍ يادو کمپنيو د شخصي محرمیت د جدي سرغړونې په دلیل د دې وړاندیز پر ضد دریځ نیولی او خبرداری یې ورکړی چې دغه کار به د کاروونکو پر باور منفي اغېز وکړي. که څه هم حکومت لا وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې، خو د دې بحث د محرمیت، امنیت او ټېکنالوژۍ د راتلونکي په اړه پراخې اندېښنې راپارولي دي.

اړوند خبرونه