ډېر لوستل شوي

تر اوربند وروسته هم پر غزه بریدونه روان دي؛ ۳۶۰ فلسطینیان شهيدان شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه د اسراییل په بریدونو کې ۳۶۰ فلسطینیان شهيدان شوي او ۹۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې د اکټوبر د ۱۹مې او ۲۹مې په بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان شهيدان شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت زیاته کړې چې له اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه نه دي درېدلي او د ملکي تلفاتو لړۍ دوام لري.

د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ رامنځته شوی و، چې په لومړي پړاو کې د دواړو اړخونو یو شمېر بندیان هم پرې خوشې شوي وو. سره له دې، د غزې وضعیت د بشري اندېښنو د زیاتېدو سبب شوی او نړیوال سازمانونه د اوربند د بشپړ عملي کېدو غوښتنه کوي.

اړوند خبرونه