د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوليتيکو رسنيز بنسټ سره په تازه مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ونزويلا ولسمشر نیکلاس مادورو «د حکومت ډېر لږ ورځې» په مخ کې لري.
ډونالډ ټرمپ، که څه هم نور جزییات نه دي وړاندې کړي، خو په څرګند ډول یې د خپلو ځواکونو د استولو احتمال هم نه دی رد کړی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا سمندري او هوايي ځواک مهم اړخونه د کاراييب سمندر په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې د اروپایي ټولنې سیاستونه هم سخت غندلي او ډېری اروپایي هېوادونه یې «د انزوا او له ځواک څخه لوېدلي» بللي دي.
هغه زیاته کړې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې پیاوړی دریځ لري او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي یې غوښتي چې «واقعیت ومني» او د سولې هوکړه ترسره کړي.
د هغه له تازه څرګندونو سره هممهاله، راپورونه وايي چې کاراکاس هم د واشنګټن د احتمالي پوځي فشار پر وړاندې د چمتووالي چارې ګړندۍ کړي دي.
تېره اوونۍ د مادورو او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې هڅه هم شوې وه، خو ښکاري چې کوم پایله یې نه ده ورکړې.

