ډېر لوستل شوي

ټرمپ چین ته د نوېډیا د «H200 AI» چېپونو د پلور اجازه ورکړې

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چين ته د نوېډیا د «H200» مصنوعي ځیرکتیا پرمختللي چېپونو د پلورلو اجازه ورکړې ده.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ سوشيال» کې لیکلي چې د دغه پرېکړې په اړه یې د چین ولسمشر شي جېن‌پېنګ خبر کړی او نوموړي ورته «مثبت غبرګون» ښودلی دی.

د طرحې له مخې، دغه چېپونه به یوازې هغو چینايي پېرودونکو ته ورکول کېږي چې د امریکا لخوا منل شوي وي.

ټرمپ ویلي چې د سوداګرۍ وزارت د طرحې جزییات وروستي کوي او ورته تګلاره به پر نورو امریکایي ټکنالوژۍ جوړوونکو «انټېل او اې‌اېم‌ډي» هم پلی کېږي. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې سیالي لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه