ډېر لوستل شوي

کابل کې د مسلکي زده‌کړو روزنيز پروګرام ترسره شو؛ ۱۴۰ تنه فارغ شوي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت په کابل کې د برېښنا د مزو غځولو، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ د مسلکي او روزنيز زده‌کړو د فراغت ځانګړی پروګرام ترسره کړی.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ياد وزارت د کار مرستيال مولوي محمد زاهد احمدزي په حواله ويلي، له شپږ میاشتني روزنیز پروګرام څخه ټولټال ۱۴۰ تنه فارغ شوي دي.

ښاغلي زاهد هیله څرګنده کړې چې فارغان به د خپلو زده‌کړو عملي کارونې سره په بازار کې د کار مناسبه فرصتونه ومومي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې خلکو ته د مسلکي مهارتونو د زده‌کړو زمینه برابره کړې، څو د بې‌روزګارۍ کچه راکمه کړي او خلکو ته د عاید سرچينو په رامنځته کولو کې عملي مرسته وشي.

اړوند خبرونه