حماس غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر اسراییل فشارونه زیات کړي، څو د غزې پر تړلې سیمه بریدونه ودرول شي او د انساني مرستو د لېږد لارې پرانیستل شي.
د حماس مشرانو ټینګار کړی چې اسراییل باید د خپلو يرغلونو لړۍ پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې لا ډېرې بشري مرستې غزې ته ننوځي.
د ياد غورځنګ دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اوربند د دویم پړاو په تړاو خبرې روانې دي.
له بلې خوا، اسراییلي لوري خبر ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوربند وړاندیز شوی ۲۰ مادهییز تړون د نوي او «نور هم پېچلي» پړاو پر لور روان دی. د اسراییل حکومت همداراز غوښتنه کړې چې حماس دې د تړون له مخې د وروستي یرغمل مړی ور وسپاري.

