ډېر لوستل شوي

“د پولیو د مخنیوي لپاره د علماوو، قومي مشرانو او رسنیو رول حیاتي دی”

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د «پولیو وضعیت او د رسنیو د رول په اړه د خبریالانو او سکټوري ادارو د ویاندویانو لپاره په یوه معلوماتي ناسته» کې ویلي چې پولیو یوه «لا علاجه» ناروغي ده او له بده مرغه لاهم په افغانستان او پاکستان کې شته.

د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي جلالي په حواله ويلي،  روان کال تر دې دمه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې درې میاشتې مخکې هم د ختیځ زون په یوه سیمه کې تازه مثبته پېښه راپور شوې وه.

مولوي نور جلال جلالي ټینګار کړی چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د علماوو، قومي مشرانو، رسنیو او ټولنیزو کسانو رول خورا مهم دی.

د ښاغلي جلالي په وينا، د پولیو واکسین په اړه ناسم پروپاګند، غلط معلومات او بې‌بنسټه خبرې د واکسین د تطبیق مخه کمزوري کوي او د ناروغۍ په خپرېدو کې د خطر لامل ګرځي. د عامې روغتيا وزير زياته کړې چې پولیو لاهم د درملنې وړ نه ده او یوازینۍ لار یې د واکسین تطبیق دی.

اړوند خبرونه