ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې له پاکستانه نږدې ۴ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون دارالانشاء په خپل راپور کې ويلي، چې تېره ورځ (جمعه، ليندي۲۱مه) ۳ زره او ۸۴۰ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور پر بنسټ، دا کډوال د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۱ زر او ۳۲ تنه، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲ زره او ۴۴ تنه او د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۶۴ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون په وينا، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مالي او ټرانسپورټ کمېټو له لارې بېلابېل خدمتونه برابر شوي، چې پکې نغدي مرستې او خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر تازه یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو غوښتي چې له افغان کډوالو سره له زورزیاتي او تاوتریخوالي ډډه وکړي.

اړوند خبرونه